تبعیض هغه عمل دی چې د خلکو تر منځ د ډلو، طبقو یا نورو کتګوریو پر بنسټ چې دوی ورسره تړاو لري، بې بنسټه توپیرونه رامنځته کوي. د خلکو سره ممکن د نژاد، جنس، عمر، مذهب یا جنسي تمایل او د نورو ځانګړتیاوو پر بنسټ تبعیض وشي. تبعیض په ځانګړې توګه هغه وخت رامنځته کېږي، چې ځینې ډلې یا وګړي د نورو ډلو یا وګړو په پرتله له ناوړه چلند سره مخامخ شي او دا چلند په ځینو ډلو یا ټولنیزو کتګوریو کې د دوی د حقیقي یا انګېرل شوي غړیتوب پر بنسټ را منځ ته شي. تبعیض د یوې ډلې غړي د هغو فرصتونو یا امتیازاتو نه ایساروي چې د بلې ډلې غړو ته د لاس رسي وړ وي. [۱][۲][۳][۴]
تبعیضي دودونه، سیاستونه، نظرونه، کړنې او قوانین د نړۍ په ټولو برخو کې په ډېرو هېوادونو او بنسټونو کې شته، په هغو سیمو کې هم شته، چې تبعیض ته زیاتره په سپکه سترګه کتل کېږي. په ځینو ځایونو کې هڅې لکه سهمیه د هغو کسانو په ګټه کارول شوي ،چې ګمان کېږي، د تبعیض اوسني یا پخوانی قربانیان وي. دا هڅې زیاتره د تناقض سره مخ شوې او کله ناکله د معکوس تبعیض په نوم هم بلل کېږي.
په انګلیسي ژبه کې د تبعیض اصطلاح، د ۱۷مې پېړۍ په پیل کې راڅرګنده شوه. دا اصطلاح د لاتیني کلیمې discriminat نه، چې د 'ترمنځ توپیر' په معنا ده، د discriminare له فعل نه، د discrimen نه، چې د 'توپیر' معنا، او همدا رنګه د discernere د فعل نه اخیستل شوې. د "تبعیض" اصطلاح د امریکا د کورنۍ جګړې راهیسې په عمومي ډول په امریکایی انګلیسي کې د یو فرد سره یوازې د ده د نژاد پر بنسټ د تعصبي چلند په معنا تحول وکړ، وروسته بیا په ټولنه کې په نامناسبه ډله یا کټګورۍ کې د غړیتوب له امله عمومي شوه. مخکې له دې چې د دې کلیمې مفهوم تقریباً عمومي شي، د درک، سلیقې او کمال لپاره مترادفه کلیمه وه، لکه: په "سلیقه او ټاکنه یا taste and discrimination " کې چې په عمومي توګه د ستاینې وړ ځانګړتیا په معنا ده او په " تبعیض کول" یا "discriminate against " کې په عامه ټوکه د خوار ګڼلو په معنا وه. [۵][۶][۷][۸]
د اخلاقو علم پوهانو د قاعدوي تعریف په کارولو سره تبعیض تعریف کړی. د دې قاعدوي کړنلارې له مخې، تبعیض په ناسم ډول د تپل شوي ناسم چلند یا درېځ په توګه تعریف شوی. دا هم یو مقایسوي تعریف دی. د یوه فرد سره د تبعیض پر وخت کې نباید په رښتیا هغه ته زیان ورسول شي. د دوی سره د نورو په پرتله یوازې باید د یوه فردي استدلال له امله بد چلند وشي. که یو څوک وغواړي چې د یتیم ماشومانو سره مرسته وکړي، خو د توکمپالنې چلند له امله د مثال په توګه د تورپوستو ماشومانو سره وغواړي لږ مرسته وکړي، نو دوی په تبعیضي بڼه عمل کوي، سره له دې هغه خلک چې ورسره تبعیض کوي، په حقیقت کې له مرستې نه ګټه پورته کوي. سربېره پر دې، تبعیض د ظلم په سرچینه بدلېږي. دا عمل دې ته ورته دی چې یو څوک دومره "بېل" په نظر کې و نیول شي چې، د هغه پر وړاندې د غیر انساني چلند او سپکاوي لامل شي. د تبعیض قاعدوي تعریف له توصیفي تعریف سره توپیر لري - په قاعدوي تعریف کې، تبعیض د تعریف له مخې ناوړه عمل ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې په توصیفي تعریف کې تبعیض د شرایطو سره سم یوازې په اخلاقي ډول ناوړه عمل دی. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
د تبعیض په اړه د ملګرو ملتونو په درېځ کې دا وینا شامله ده: "تبعیضي چلندونه ډېرې بڼې لري، خو ټولې د یو څه محرومیت یا رد بڼه لري." د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نړیوال بنسټونه، په ټوله نړۍ کې د تبعیض پای ته رسولو لپاره کار کوي. [۱۴]
عمر پالنه یا د عمر تبعیض د یو چا د عمر پر بنسټ تبعیض او ډلبندي ده. دا د باورونو، معیارونو او ارزښتونو یوه ټولګه ده چې د یوه کس پروړاندې عمر د تبعیض یا ټيت کتنې د توجیې لپاره کارول کېږي. عمرپالنه زیاتره د زړو خلکو، یا ځوانانو او ماشومانو ته متوجه ده. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
په متحده ایالاتو کې د عمر د تبعیض شتون په ګومارنه کې تر سترګو کېږي. جوانا لاهي، د تګزاس اې او اېم د دولتي او عامه خدمتونو د بوش ښوونځي پروفیسور وموندله چې، له ۴۰ سلنې نه ډېر شرکتونه د زړو کار غوښتونکو په پرتله ډېر د ځوانو بالغ کارغوښتونکو سره مرکه کوي. په اروپا کې، د ګنټ پوهنتون څېړونکو ستیجن بروت، جنیفر نورګا، یانیک توی او ماریک وان هېک په بلجیم کې مقایسوي نسبتونه اندازه کړ. دوی وموندل چې د عمر تبعیض، د هغه فعالیت له مخې نامتجانس دی چې پخوانیو نوماندانو د خپل تعلیم وروسته په اضافي کلونو کې په غاړه اخیستی وي. له دوی سره په بلجیم کې یوازې په هغه حالت کې تبعیض کېږي، چې د وزګاری یا نااړونده دندې ډېر کلونه ولري. [۱۹][۲۰]
د انګلستان د کنټ پوهنتون په یوه ټول پوښتنه کې، ۲۹ سلنه ځواب ویونکو څرګنده کړه چې ،دوی د عمر تبعیض نه ځورېدلي دي. دا د جنسي یا نژادي تبعیض په پرتله لوړ نسبت دی. په پوهنتون کې د ټولنیزې ارواپوهنې پروفیسور ډومینیک آبرامز دې پایلې ته ورسېد چې عمرپالنه، د تعصب ترټولو لوړه بڼه ده چې د برېتانیې په نفوس کې تجربه شوې ده. [۲۱]
د یونیسف او د بشري حقونو د څار د ادارې پر بنسټ، پرګنیز تبعیض په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۵۰ مېلیونه خلک تر اغېزې لاندې راولي او په ځانګړې توګه د آسیا په ځينو برخو (هند، سریلانکا، بنګلدیش، پاکستان، نیپال، جاپان) او افریقا کې پراخ دی. تر ۲۰۱۱ ز کال پورې، په هند کې ۲۰۰ میلیونه طبقه بندي یا جدول بندي شوې پرګنی (په خوا د "نجسانو" په نوم یادېدې) وې. [۲۲][۲۳][۲۴]
د معلولینو په وړاندې تبعیض او د هغو خلکو غوره والی معلول نه دي، د پیاوړتیاپالنې یا د معلولیت د تبعیض په نامه یادېږي. د معلولیت تبعیض، چې د نامعلولو کسانو "عادي ژوند" د معیار په توګه په نظر کې نیسي، په عامه او خصوصي ځایونو او خدمتونو، تعلیمي چاپېریالونو او ټولنیزو خدمتونو کې ترسره کېږي، چې د "عادي" خلکو لپاره جوړ شوي، څو ډوله معلولیت لرونکي کسان له دې نه محروم دي. څېړنو ښودلې ده چې: معلولین نه یوازې کار ته اړتیا لري، ترڅو د اجورې د ترلاسته کولو فرصت ولري، بلکې د رواني روغتیا او هوساینې ساتلو لپارهم کار ته اړتیا لري. کار د یوه کس لپاره یو شمېر لومړنۍ اړتیاوې، لکه ټولیزه موخه، ټولنیزه اړیکه، حالت او فعالیت پوره کوي. یو معلول کس زیاتره په ټولنیزه توګه ګوښه وي او کار د هغوی د انزوا د کمولو یوه لاره ده. [۲۵]
په متحده ایالاتو کې، د معلولو امریکایانو قانون، ودانیو او خدمتونو دواړو ته د لاسرسي مساوي شرایط برابروي او په نورو هېوادونو کې هم ورته قوانینو را منځ ته شوي دي، لکه: په بريتانیا کې د ۲۰۱۰ ز کال د برابرۍ قانون.
Discrimination is the unfair or prejudicial treatment of people and groups based on characteristics such as race, gender, age or sexual orientation.منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
s a reasonable first approximation, we can say that discrimination consists of acts, practices, or policies that impose a relative disadvantage on persons based on their membership in a salient social group. e can refine the first-approximation account of discrimination and say that the moralized concept of discrimination is properly applied to acts, practices or policies that meet two conditions: a) they wrongfully impose a relative disadvantage or deprivation on persons based on their membership in some salient social group, and b) the wrongfulness rests (in part) on the fact that the imposition of the disadvantage is on account of the group membership of the victims.منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)