زینوفوبیا ( د لرغونې یوناني توري زینوسفوبیک څخه اخیستل شوي چې زینوس د عجیبه یا بهرنۍ او فوبیک د ډار معنا لري) د هر هغه شي څخه ویره او نفرت ته ویل کېـږي چې بهرني او عجیبه بلل کېـږي. دا د داخلي او بهرنۍ ډلو تر منځ د درک شوي جګړې څرګندونه ده او کېدای شي په نورو فعالیتونو کې د یو بل سره مداخله وکړي همداراز د یو بل د شتون د له منځه وړلو هیله لري خو په څنګ کې بیا د خپل ملي، قومي او توکمیز هویت د بایللو ویره لري.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
د زینوفوبیا په اړه د ۱۹۹۷ م کال د یوې مقالې بیا کتنه دا په ګوته کوي چې : زینوفوبیا د سیاسي مبارزې یو عنصر دي تر څو دا وښيي چې څوک دا حق لري چې د ټولنې او حکومت لخوا وساتل شي او تر ډېره د عصري دولت لپاره د ډله اییزې ښیګڼې مبارزه ده. د ایټالوي ټولنپوه ګیدو بولفی په وینا، زینوفوبیا د یوه فردي فرهنګ هغه حالت چې له نیوکو مبرا یا خلاص وي او د یو غیر رښتینې موښل شوي یا کلشه يي،عجیبه یا پردي حالت په توګه ښودل شوي وي ویلای شو. [۷][۸]
د زینوفوبیک احساساتو د لومړنیو بیلګو څخه یوه په لویدیځ کلتور کې د لرغونې یونان لخوا د بهرنیانو سپکاوی و چې د ( وحشایانو ) نوم یې ورته کاروه، دا ځکه چې دوی داسې عقیده درلوده چې د یونان خلک او کلتور تر نورو ټولو خلکو او کلتورونو غوره دي، د دې عقیدې په پایله کې دا خبره ومنل شوه چې وحشایان ( بهرنیان ) باید د غلامۍ لپاره ونیول شي. [۹]
همداراز رومیانو هم داسې عقیدې درلودي چې ګوندی دوی تر نورو خلکو غوره دي، د مثال په ډول د مانیوس اسیلیوس وینا یادولي شو: لکه څنګه چې تاسو پوهېـږي هلته ډېر جنګیالي ملتونو لکه مقدونیانو، تراکیانو او ایلیرایان شتون درلود او دلته بیا د سوریانو او اسیايي یونانیانو ملتونو شتون لري چې د بشر تر ټولو بي ارزښته خلک دي او د غلامۍ لپاره زیـږېدلي دي. [۱۰]
تورپوستي افریقایان بیا د بهرنیانو او عجیبه خلکو په توګه په نظر کې نیول کېـدل، او کېـدای شي دوی د ګواښونکي اجنبایانو په توګه ګڼل کېدل. نو له همدې امله په رومي ادبیاتو کې د ځینو منفي ټکو پرته دوی په ندرت سره ذکر شوي. د دې سربیره تاریخ لیکونکی اپین ادعا کوي چې د پوځ قومندان مارکوس جینوس بروټس تر میلاد ۴۲ کال دمخه د فیلپیا تر جګړې وړاندې د کمپ څخه بهر د یو ایتوپیان وګړي سره ولیدل خو سرتېرو یې په فوري توګه هغه کس ټوټې ټوټې کړ او د هغه شکل یې د رومي سپکاوی او بد شګون یاد کړ ځکه دوی عقیده درلوده چې تور رنګ د مرګ رنګ دي. [۱۱]
د کویډ ۱۹ وبا، چې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ م کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هیوبی ایالت په واهان ښار کې ثبت شوه، د سینوفوبیا د کړنو د ډېـريدو، همداراز د تعصب کولو، تاوتریخوالۍ، زینوفوبیا او قوم پرستۍ لامل شوه. او په ټوله نړۍ کې د ختیځي اسیا او سویل ختیځي اسیا د وګړو د ظاهري بڼې سره د تبعیض لامل شوه. د دغه وبا د خپريدو او په اسیا، اروپا او امریکا کې د کرونا په اړه د قواعدو د جوړېدو له امله خلک ناارامه شول او همداراز د دغو هېوادونو د خلکو پر وړاندې د تبعیض راپوارنه خپاره شوي. [۱۲][۱۳][۱۴]
سره له دې چې د دې هېواد نفوسو ډېره برخه پارډو او افریقایان دي او یا هم بومي افریقایان دي خو بیا هم د غیراروپايي برازیلیانو انځور په ډېرو ملي تلویزیونونو او شبکو کې ډېر کم تر نظره کېـږي او معمولا د موسیقۍ غږونکو او د هغوي د خپرونو لپاره پرېښودل کېـږي. د تیلونویلا د سریال په اساس تورپوستي برازیلیان معمولا د کور د ساتونکو او یا د ډېر ټيت ټولنیز اقتصادي موقف لرونکو په توګه ښودل شوي. [۱۵][۱۶][۱۷]
په دغو کلونو کې په کاناډا کې مسلمانان او سیک کاناډایان د تبعیض او نژادپالنې سره مخ شوي او په ځانګړې توګه بیا له ۲۰۰۱ م کال څخه دا تبعیض پیل شوي، هغه وخت کله چې په متحده ایالاتو تروریستي بریدونه وشول، همدارنګه د متحده ایالاتو لخوا د تروریستي خلاف جګړې تاثیرات هم پر دغو وګړو اثر کړي. وروسته له هغه چې داعش د ۲۰۱۵ م کال په نومبر کې د پاریس د بریدونو مسوولیت پر غاړه واخیست نو د انټریو سیمې مسلمانانو خلاف د کرکې له امله د جرمونو راپورونه وړکړل شول. [۱۸][۱۹][۲۰]
د اینرونیکس انسټیوت لخوا په ۲۰۱۶ م کال کې یو سروی چې د لس کاله پخوا ترسره شوي مطالعې پلټنه وه، دا وښودله چې کېدای شي په متحده ایالاتو کې د ۲۰۱۱ م کال د سپټمبر د یوولسمې برید له امله اوس هم تبعیض کول شتون ولري. په ۲۰۰۹ م کال کې د مکلین مجلې له لورې یو نظرسنجي دا څرګنده کړه چې یوازې ۲۸ سلنه کاناډایانو اسلام ته په ښه سترګه کتلي، او یوازې دېرش سلنه وګړو د سیکانو دین ته مثبته رایه ورکړي. همداراز د دې نظر سنجي ۴۵ سلنه ځواب ورکونکو دا باور درلوده چې اسلام د تاوتریخوالۍ لامل کېـږي. په ځانګړې توګه بیا په کیوبیک ایالت کې یوازې ۱۷ سلنه ځواب ورکونکو اسلام ته په ښه سترګه کتلي دي. [۲۱][۲۲]
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشینرۍ په اساس، د ۲۰۱۹ م کال د جون تر میاشتې د ۴ میلیونه وینزویلا کډوالو له ډلې ۱.۳ میلیونه کډوال په کولمبیا کې و. د دوي د بیړني حالت له امله، ډېری کډوال له وینزویلا څخه په غیري قانوني توګه تر پولې واوښتل چې دا کار د دې ښکاروندی دي چې دوی قانوني حقونو یا لومړني مرستې ته لاسرسي نلري او په ډېر بد او خطرناک حالت کې واقع دي، د دې سربیره له دوی سره بد سلوک، زینوفوبیا او تبعیضي چلند کېـږي. د دغه کډوالو د بحران د پیل کېـدو سره رسنیو او دولتي چارواکو په هېـواد کې د کډوالو سره د تبعیضي چلند د ډېـریدو او په ځانګړې توګه د کډوالو خلاف د جرمانو راپوارونه ورکړل.[۲۳][۲۴][۲۵]
په ګیانا کې هم د بومي ګیانیانو او افريقایي الاصله ګیانیانو تر منځ د توکم پالنې له امله تاوتریخوالۍ شتون لري. [۲۶][۲۷][۲۸]
توکم پالنه په میکسیکو کې لویه تاریخچه لري. په تاریخي توګه، هغه میکسیکایانو چې سپین پوست یې درلوده د اسپانیا د استعمار د قانون پر اساس په تورپوستو امریکایانو په پوره توګه واک درلود. خو کله چې به تورپوستي میکسیکوي وګړي له یو سپین پوستي سره واده کاوه نو دوی په عامه توګه دا جمله ورته کاروله چې دوی دا لوبه لا ښه کوي ( په مکسیکوي ژبه کې ورته میجوراندو لا رځا ویل کېـږي ). دا ډول خبرې کېدای شي چې د دوی په قومیت حمله وبلل شي. د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ سربیره د بومي میکسیکایانو سره تبعیض تر نن ورځې دوام لري او داسې ډېر لږ قوانین ترسترګو کېـږي چې د بومي میکسیکایانو په خلاف د تبعیض مخنیوی وکړي. همداراز د دوی خلاف د تاوتریخوالۍ بریدونه معمولا عام دي او زیاتره وخت خو عاملینو ته سزا هم نه ورکول کېـږي. [۲۹][۳۰][۳۱]
د ۱۹۱۱ م کال د مارچ په پنځلسمه نېټه د مادریستا د سرتېرو یو ډله د میکسیکو د تیرون ته ننوته او ۳۰۳ تنه چینایان او ۵ تنه جاپانیان یې ووژل. همداراز تاریخ لیکونکې لیرسیه سکورټز استدلال کوي چې کینګ یوهي په بریالیتوب سره چیني سوداګر په هغه ځای کې مېشت کړل او هغوی یې د یادونې وړ یو ټاکل شوې موخې ټه د یوې طبقاتي ټکر لپاره چمتو کړی و، چې د سختي زینوفوبیا څخه رامنځته شوي و. [۳۲]
خو د چینایانو پيژندل په شمالي ښارونه کې کوم مشکل کار نه و، او په ځانګړې توګه په ۱۹۳۰ م لسیزه کې په سونرا کې په دوامدره توګه تر هدف لاندې نیول کېدل. سیستمیکه شکنجه او ځورونه د چینایانو د اقتصادي، سیاسي او رواني ډار له امله وه او دولت هم د دوی د ساتنې لپاره څه خاصه دلچسپي ونه ښوده. [۳۳][۳۴]
ترازا الفارو ویلکمي دلیل وړاندې کوي چې د پروفیرو په دوره کې (له ۱۸۷۶ م ــ ۱۹۱۰ م کال پورې) له منځني ختیځ څخه کډوالي ډېره شوه. په هرحال، د ۱۹۱۰ څخه تر ۱۹۲۰ م کلونو پورې انقلاب د میستزاجی پر بنسټ د زینوفویبا او ملتپالنې په کچه کې زیاتوالي راوست. نو له همدې امله دا ټولنه په یو سوکاله اقتصادي لبناني میکسیکو تقسیم شوه چې د لبناني میکسیکوي په هویت یې ویاړ کاوه، خو بل لور ته بیا د دوي پاتې شونې د میسټیزیو په ټولنې کې جذب شول. [۳۵]
د بومي وګړو خلاف توکم پالنه نن ورځ هم په میکسیکو کې یوه لویه ستونزه ده. همدارنګه هغه داخلي کارګران چې بومي ښځې دي او له کلیو څخه ښارونو ته راکډه شوي، تر ډېره حده ځورول کېـږي چې په دې جمله کې رواني، فزیکي او جنسي ځورونې شاملي دي. [۳۶][۳۷]
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)